زیان منونکې ډلې

Elderly man sitting in a chair talking to a woman

آیا کورونا وایروس د ځینې ډلو لپاره د نورو په پرتله ډېر ګواښوونکی دی؟

د ځینو ډلو لپاره د ناروغۍ په درشل کې سختې ورځې د هغوی لپاره ګواښ نور هم ډېروي. نو پدې توګه دا مورد په ځای دی چې د ګواښ لاندې ډلو ډېری کسان خفیف علائم تجربه کوي.

د جدي ناورغیو خطر د عمر د لوړوالي او ضمني ناروغیوله امله ډېرېږي او نران د ښځو په پرتله ډېر تر ګواښ لاندې دي. لویان له معلومو فکتورونو پرته هم کېدی شي د مزمنو ناروغیو تر جدي ګواښ لاندې  وي. دا کار کېدی شي په ضمني ناروغیو د اخته کېدو په صورت کې ډېر رامنځ ته شي.

هرڅوک باید د ټوخي او د لاسونو د ښه نظافت لپاره عمومي مشوره تعقیب کړي، د نږدې اړیکو شمیر محدود کړي، د خلکو سره واټن وساتي او واکسین وکړي. دا د خطر سره مخ خلکو لپاره په ځانګړي توګه مهم دي.

په ټولنه کې د ناروغۍ د پراخېدو سره باید تر ګواښ لاندې ډلې تدابیر نور هم مراعات کړي.

د ټیټې منځنۍ او لوړې کچې ګواښ؟

د ګواښونو ارزونه د ډلو په کچه ترسره کېږي نه د افرادو په کچه. د ډلو د اشخاصو ترمنځ کېدی شي ګڼ شمېر تفاوتونه موجود وي. که چېرې اړتیا وه، د ګواښ د کچې او شدیدو مزمنو ناروغیو په اړه فردي ارزونه باید ډاکټر سره په مشوره ترسره شي.

هغه ډلې چې د ټیټې/منځنۍ کچې د ګواښ سره مخ دي

  • هغه اشخاص چې عمرونه یې د 65 او 69 ترمنځ دي یا
  • هغه اشخاص چې د لاندې مزمنو ناروغیو ترڅنګ یې عمرونه د 50 او 64 کلونو ترمنځ دي:
    • مزمنه د ځیګر ناروغي
    • د معافیتي سیستم درملنه لکه د دفاعي سیستم پیاوړي کول
    • د زړه ناروغي (د وینې د لوړ فشار نه پرته)
    • مغزي سکته
    • چاغښت (په هغه صورت کې چې د بدن کتلوي شاخص تر  35kg/m2لوی وي)
    • د شکرې ناروغي
    • د پوښتورګو مزمنه ناروغي او هغو نیمګړتیاوې
    • د سږیو مزمنه ناروغي (له منظم تنفسي سیستم پرته)
    • عقلي یا عصبي ناروغي

هغه اشخاص چې عمرونه یې تر 50 کلونو ټیټ دي په کووېډ-19 جدي ناروغیۍ د اخته کېدو ګواښ یې ټیټ دی، خو ځینې خلک چې  کنترول شویې ناروغۍ لري او یا هم نورې ناروغۍ لري کېدای شي د لوړې کچې د ګواښ سره مخ وي.

هغه ډلې چې د لوړې کچې ګواښ سره مخ دي

  • هغه اشخاص چې عمرونه یې تر 70 کلونو لوړ دي، یا
  • د زړو خلکو په پالنځای کې ژوند کوي، یا
  • د عمر په پام کې نیولو پرته ناوړه روغتیایي وضعیت لري، لکه:
    • لکه د بدن د غړیو پیوند
    • کمزوی دفاعي سیستم
    • په تېرو پینځوکلونو کې  د وینې د سرطاني ناروغۍ مخینه
    • o فعال سرطان، داسې سرطاني درملنه (په ځانګړي ډول د بدن د دفاعي سیستم د پیاړي کولو درملنه، د شعاع په واسطه د سږیو درملنه یا کېموترافي) چې دمګړۍ ورباندې اخته یاست او یا مو هم په نیژدې تېر وخت کې تجربه کړیې وي.
    • o هغه عصبي یا عضلاتي ناروغۍ چې د ټوخي یا سږو د فعالیت د کموالي لامل کېږي (د مثال په ډول: ALS، سکته مغزي)
    • د ښکته سنډروم
    • د ځیګر مزمنه ناروغي او د ځیګر نیمګړتیاوې

 د ګواښ لاندې ډلو د واکسین شویو اشخاصو لپاره سپارښتنې

کله چې تاسو په بشپړ ډول واکسین کېږئ، نو تاسو به په پراخه کچه د کووېډ-19 او نورو جدي مزمنو ناروغیو پروړاندې خوندي واست، او کولای شئ خپل نورمال ژوند ته دوام ورکړئ. د واکسینو بشپړه اغېزه د بشپړ واکسین له تطبیق 1 یا 2 اونۍ وروسته محسوسېږي.

د عامې روغتیا انسټیټیوټ (FHI) سپارښتنه کوي چې د شدید ضعیف معافیت سیسټم لرونکي ناروغان دې د کرونا واکسین دریم دوز وکړي.

د واکسین دریم دوز او دا چې په چا پلي کیږي پدې اړه نور معلومات د FHI ویب سایټ کې (په نارویجي ژبه کې) ولولوئ.

واکسین شوي کسان اړ دي چې د ناروغۍ له خورېدو څخه د مخنیوي تدابیر په پام کې ونیسي.

د ګواښ لاندې ډلو او واکسینو په اړه نور معلومات دلته ولولئ (FHI)

د هغو ډلو او د هغوی د خپلوانو لپاره عمومي سپارښتنې چې تر ګواښ لاندې دي

ډاډ ترلاسه کړئ چې اړینې درملنې ته لاسرسی لرئ. په دوامداره توګه خپلې درملنې ته ادامه ورکړئ، او یوازې د خپل ډاکټر سره د مشورې په صورت کې په خپلو درملو کې بدلون راولئ.

  • که چېرې تاسو له مخکې ترتیب شویې معاینه او آزموینه لرئ، نو تاسو باید تر هغې پورې دوام ورکړئ ترڅو مو د خپل ډاکټر لخوا بل پیغام نه وي ترلاسه کړی. که چېرې په شک کې یاست، د خپل ډاکټر سره اړیکه ونیسئ.
  • د لاس مینځلو او ټوخي په برخه کې حفظ الصحې ته پام وکړئ. دغه امر همدارنګه په هغو کسانو هم د تطبیق وړ دی چې تاسو ورسره ګډ ژوند کوئ همدارنګه په هغو کسانو چې تاسو سره ملاقات کوي. په کور کې د مینځلو چارې دوامداره وساتئ په ځانګړي ډول د هغو سطحو مینځل چې تاسو ورسره په دوامداره توګه په تماس کې یاست.
  • له نورو سره په کور د ننه او دباندې او همدارنګه په نورو هغو ځایونو کې چې اوسېږئ واټن مراعات کړئ.
  • دا غوره ده چې قدم وهلو ته د باندې لاړ شئ، خو د قدم وهلو لپاره داسې یو ځای غوره کړئ چې ګڼه ګوڼه پکې نه وي.
  • د هغو خلکو سره له تماس څخه ډډه وکړئ چې د تنفسي ناروغیو علائم لري.
  • د امکان ترحده له عامه ترانسپورت څخه استفاده مه کوئ، په ځانګړي ډول د ګڼې ګوڼې په ساعتونو کې.

د خپلوانو یا دوستانو لپاره عمومي سپارښتنې

د هغه خلکو لپاره عمومي سپارښتنې چې د ګواښ لاندې ډلو خپلوان دي:

  • د ګواښ لاندې ډلو د اشخاصو سره په تماس کې شئ.
  • د حفظ الصحې په برخه کې فعلي مشورې او نورې سپارښتنې په پام کې ونیسئ ترڅو په دغه ناروغۍ د اخته کېد ګواښ کم کړئ.
  • که چېرې تاسو ته ساه لنډۍ نښې یا علائم پیدا کېږي او د خوښۍ احساس نه کوئ، نو د ګواښ لاندې ډلو د کسانو سره لیده کاته مه کوئ.
  • د اړینو کارونو په برخه کې همکاري وکړئ.
  • که چېرې تاسو د ګواښ لاندې ډلو د اشخاصو سره ګډ ژوند کوئ او د ساه لنډۍ نښې لرئ یا غوره احساس نه کوئ، نو خلکو سره لیده کاته کم کړئ. موږ د امکان په صورت کې سپارښتنه کوو چې په بېله خونه کې واوسئ او ویده شئ او همدارنګه له شخصي تشناب او پخلنځي څخه استفاده وکړئ. که چېرې دغه موارد ممکن نه وي، نو دا مهمه ده چې نورو سره واټن مراعات کړئ او له خپل شخصي ځان پاک، د تشناب له شخصي وسائلو څخه استفاده وکړئ.

که چېرې ناروغ شئ څه باید وکړئ؟

که چېرې تاسو سره د ناروغۍ او په کورونا وایروس باندې د اخته کېدو شک پیدا کېږي، نو په بیړه د روغتیاپالنې د خدماتو د ادارې سره په اړیکه کې شئ. که چېرې په تاسو کې د د تبې، ټوخي، ساه لنډۍ او ناوړه روغتیایي حالت علائم را څرګندېږي، نو تاسو باید د آزموینې په موخه د سیمه ئیزې روغتیا ساتنې د ادارې سره په اړیکه کې شئ.

که چېرې په تاسو کې نورې داسې نښې څرګندېږي چې باید ډاکټر ته مراجعه وکړئ، دا مهمه ده چې د روغتیایي خدماتو د ادارې سره په اړیکه کې شئ، پرته له دې چې آیا تاسو په کورونا اخته یاست که نه.

آیا د تر ګواښ لاندې ډلو اشخاص کولای شي خپلې درملنې ته تغیر ورکړي؟

که چېرې تاسو د مخه د خپلې روغتیا کتنې او معاینې لپاره لیدژمنه ترتیب کړیې وي، نو باید دغه موارد په پام کې ونیسئ. موږ تاسو ته سپارښتنه کوو چې د درملو د بدلون په صورت کې د خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ. دا مهمه ده چې ضمني ناروغۍ په سم ډول تنظیم او درملنه یې وشي. که چېرې تاسو د خپلې درملنې په اړه پوښتنه لرئ، نو د خپل عمومي داخلې له ډاکټر (GP) سره مشوره وکړئ.

هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې تر ګواښ لاندې ډلو کې دي

تجربو ښودلې چې ماشومان د کووېډ-19 ناروغۍ له امله د رامنځ ته شویو جدی ناروغیو د ټیټې کچې د ګواښ سره مخ دي چې د ناروغۍ په صورت کې په ندرت سره بستر کېدو ته اړتیا پیدا کوي. دغه مورد په هغو ماشومانو هم د اعمال وړ دی چې مزمنې ناروغۍ لري.

د نړۍ په کچه له کووېډ-19 ناروغۍ څخه د ماشومانو د مړینې په اړه خورا کم راپورونه ورکړل شوي دي، او دغه مورد په روغو ماشومانو کې په ندرت سره دی.

د ګواښ لاندې ډلو د ماشومانو لپاره ښوونځی او وړکتون

ځینې داسې ماشومان شته جدي ناروغۍ لري او تر ګواښ لاندې دي چې باید په ښوونځي کې مناسب وړکتون او مناسبې زده کړې ورته په پام کې ونیول شي. په ټوله کې، دغه امر په هغو ماشومانو د تطبیق وړ دی چې نادرې او جدي ناروغۍ لري.