ناروې ته داخلېدل – د قرنطین او آزموینې لپاره قوانین

 دمګړۍ یوازې د ناروې اوسېدونکي او هغه بهرني اتباع چې په نارونې کې دائمي استوګن دي کولای شي هېواد ته د ننه شي. . ټول بهرني اتباع نه شي کولای د اضافي څېړنې پرته ناروې ته داخل شي، که څه هم ځینې استثنآت شتون لري چې لاندې یې یادونه شوې ده.

د ناروې چارواکي ټول هغه کسان چې په ناروې کې ژوند کوي دې ته هڅوي ترڅو د اوس لپاره له ناروې څخه و نه وزي.

هغه کسان چې کولای شي ناروې ته سفر وکړي، باید لاندې کارونه ترسره کړي:

  • تاسو باید له سفر مخکې د داخلېدو اړونده فورمه ډکه کړئ
  • تاسو باید ناروې ته له رسېدو مخکې د کووېډ-19 آزموینې د منفي پایلې داسې سند ولرئ چې په تېرو 24 ساعتونو کې صادر شوی وي.
  • تاسو باید ناروې ته د رسېدو سره سم ازموينه وکړئ
  • تاسو باید په ناروې کې د لسو ورځو لپاره په قرنطین کې پاتې شئ

د کووېډ-19 له قوانیو سرغړونه د سزا وړ ده.

اوسمهال کوم کسان کولای شي ناروې ته سفر وکړي؟

د هغو کسانو لپاره چې کولای شي دمګړۍ ناروې ته سفر وکړي، سخت محدودیتونه وضع شوي دي. دغه محدودیتونه د EU/ EEAد اتباعو د نیدرلنډ د اتباعو په ګډون د ټولو هېوادونو په اتباعو پلي کېږي.

په دې کې لاندې اشخاص شاملېږي:

  1. سیلانیان
  2. د هغو کورنیو غړي چې تر استثنایي شرائطو لاندې نه دي (د کورنۍ د نژدې غړيو اړونده برخه وګورئ)
  3. ملګری/ملګرې یا کوژدن شوی شخص
  4. د نارډیک د اتباعو په ګډون، د EU/EEA هغه اوسېدونکي چې په ناروې کې به کار یا زده کړه کوي او هغه کسان چې په دغو استثنآتو کې چې لاندې یې ذکر شوي، شامل نه وي
  5. تجارتي مسافرین
  6. هغه بهرني اتباع چې د سکېنجن (Schengen) ویزه یې وهلې وي، خو په لاندې ذکر شویو استثنایي مواردو کې شامل نه وي.
  7. هغه کسان چې په ناروې کې تفریحي ملکیتونه لري، او د دې ځای اتباع نه دي.

پدې برخه کې ځینې استثنآت موجود دي، چې ترټولو عمومي هغه یې په لاندې ډول دي:

  1. په ناروې کې هغه بهرني اتباع چې دائمي استوګن دي، که په خپل یا کرایي کور کې استوګنه کوي.
  2. هغه بهرني اتباع چې د داخلېدو لپاره ځانکړي توجیحات ولري، لکه په ناروې کې د ځانګړې پاملرنې مسؤلیتونه لري يا په ناروې کې په خپله تر پالنې لاندې وي او یا هم نورو ته پالنه چمتو کوي، او یا هم د ځانکړې رفاه مسؤلیتونه لري، لکه د کورنیو د نیژدې غړیو سره لیدنه چې د مرګ په حال کې دي یا جدي ناروغ دي.
  3. هغه بهرني اتباع چې د خپلو ماشومانو لپاره یې لیدژمنه ترتیب کړې وي.
  4. د کورنۍ نژدې غړي لکه ښځه/ثبت شوی همکار/ يو ځای اوسيدونکی، کوچني یا ميرني ماشومان، د کوچني ماشومانو او ميرني ماشومانو والدین يا ميرني والدين.
  5. ژورنالېستان یا نور هغه کارکوونکي چې د بهرنیو رسنیزو بنسټونو لپاره ګومارل شوي دي.
  6. د ناروې په هوايي ډګرونو کې د ترانسپورت د برخې بهرني اتباع (د دواړو یعنې د نړیوال هوایي ترانسپورت او د سکېنجن (Schengen) هوایي ترانسپورت د برخې)
  7. سمندري او د الوتنې کارکوونکي
  8. هغه بهرني اتباع چې د توکو او انسانانو لېږد را لېږد کوي.
  9. هغه بهرني اتباع چې حیاتي ټولنیز فعالیتونه ترسره کوي – باید د خپل ګومارونکي لخوا ورکړل شوی سند وړاندې کړي.
  10. د سویډن او فنلینډ روغتیایی پرسونل چې د ناروې روغتیا او ټولنیز پاملرنې خدماتو کې کار کوي
  11. د اولیه سوداګرۍ کارکوونکي. کارکوونکي باید مخکې له دې چې ناروې ته د داخلېدو اجازه ترلاسه کړي، د ناروې د چارواکو لخوا معلومات ترلاسه کړي.
  12. هغه زده کوونکي چې ښوونځي د تلو پرمهال هر ورځ د ناروې له پولې تېرېږي.
  13. هغه بهرني اتباع چې په سویډن یا فنلنډ کې ژوند کوي او په ورځني ډول په ناروې کې د کار په موخه له پولو اوړي.

د نورو بشپړو استثنآتو نوملړ کولای شئ په lovdata.no کې وګورئ (یوازې په انګلیسي ژبه)

له دخول مخکې نوم لیکنه

هر هغه شخص چې ناروې ته د داخلېدو تکل لري باید داخلېدو مخکې د دخول فورمه ډکه کړي. که چېرې نوم لیکنه په ډیجیټلي ډول کېږي، نو تاسو به رسید ترلاسه کړئ چې ناروې ته د رسېدو پرمهال یې پولیسو ته وښیئ.

تاسو باید دغه د نوم لیکنې فورمه ناروې ته له داخلېدو مخکې ډکه کړئ، خو له دخول څخه باید تر 27 ساعتونو مخکې نه وي ډکه شوې.

 د ډیجیټل دخول نوم لیکنه وګورئ (entrynorway.no)

د قرنطین په اړه معلومات: وګورئ چې په تاسو کوم قانون د تطبیق وړ دی (Helsedirektoratet.no)

له دخول مخکې آزموینه کول

د کووېډ-

د ناروې د اوسېدونکو او بهرنیو اتباعو په ګډون، هر څوک چې له دخولي محدودیتونو مستثنا دي، باید د ناروې په پولو کې د کورونا د منفي آزموینې سند وړاندې کړي.

  • آزموینه باید ناروې ته له رسېدو 24 ساعته مخکې ترسره شوې وي.
  • د PCR یا چټک انټيجین آزموینې په ګډون تصدیق شوي د آزموینې مېتودونه.
  • سند باید په ناروېجي، ډنمارکي، انګلیسي، فرانسوي یا جرمني ژبو کې لیکل شوی وي.

هغه کسان چې د الوتکې له لارې راځي کولای شي د الوتنې د لومړۍ برخې لپاره له ټاکل شوي مهالوېش څخه د مخه په 24 ساعتونو کې آزموینه وکړي.

لاندې کسان اړتیا نه لري چې د منفي آزموینې سند وړاندې کړي:

  1. د هغو هېوادونو او سیمو خلک کومو کې چې ناروې د قرنطین اړتیا نه ویني
  2. له 12 کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان
  3. هغه اشخاص چې د قانوني لابراتوار لخوا په تېرو 6 میاشتو کې د کووېډ-19 بیړنۍ آزموینې تصدیق کوي.
  4. هغه بهرني اتباع چې د دخول د رد په صورت کې د اساسي ټولنیزو فعالیتونو اړونده د روزنې د خوندیتوب، د ټولنې د اولیه اړتیاو چې د خلکو ژوند او روغتیا ته ګواښ وي، په برخه کې اساسي رول لوبوي،
  5. هغه بهرني اتباع چې د سفر په حا کې دي.
  6. هغه بهرني اتباع چې په نورمال ډول له سویډن او فنلنډ څخه د کار یا زده کړې په موخه ناروې ته سفر کوي، او یا هم د اوو ورځو لپاره له ناروې څخه د باندې پاتې شوي وي. له سویډن او فنلنډ څخه راتلونکي روغتیا پالان د سندونو لپاره ځانګړي اړتياوې لري. د کارکوونکو او مسافرینو د دوخولي قرنطین اړونده برخه وګورئ.
  7. پناغوښتونکي او د سهمیې مهاجرین
  8. هغه بهرني اتباع چې د کورنیو د مهاجرت د قوانینو له مخې په ناروې کې د دايمي اوسېدو اجازه لري.
  9. دیپلوماتیک او قونسلګري کارکوونکي چې په ناروې کې د اوسيدو اجازه لري
  10. هغه بهرني اتباع چې د توکو او مسافرو د انتقال په برخه کې فعالیت لري، او یا هم د ورته دندې لپاره په لاره وي.
  11. هغه پیلوټان يا سمندري مسافر چې د ورته دندې لپاره په لاره وي.
  12. له سویډن یا فنلنډ څخه راتلونکي مسافر چې په هرو 7 ورځو کې د کووېډ-19 آزموینه کوي، او کولای شي دا ثبت کړي.
  13. د سوالبارډ(Svalbard) اوسېدونکي.
  14. د سویډن یا فنلنډ د حمل و نقل پولیس، او د یادو هېوادونو د ګمرک کارکوونکي.

د دخول پرمهال د آزموینې لپاره اړین موارد

د دې مستند کولو سربیره چې ناروې ته د سفر کولو څخه مخکې مو ازمونه منفي راغلې وه، تاسو باید ناروې ته د رارسیدو پر مهال سمدلاسه د کويډ-19 ازموینه ترسره کړئ. په پوله کې د ازموینې مرکزونه شتون لري. تاسو مکلف یاست چې په دغه ځای کې انتظار وکړئ تر څو تاسو خپلې د ازموینې پایلې نه وي ترلاسه کړي. دا معمولا نیم ساعت نیسي. د مثبت ازموینې په صورت کې، تاسو باید په 24 ساعتونو کې د PCR ازموینه ترسره کړئ، مګر که تاسو په تیرو 10 ورځو کې د EEA او شینګین سیمې څخه بهر پاتې یاست، نو تاسو باید په دغه ځای کې د PCR ازموینه ترسره کړئ.

د 12 کالو څخه د کم عمر ماشومانو هم باید ازموینه وشي، مګر که د ازموینې ترسره کول مشکل وي ځکه چې ماشومان لدې څخه انکار کوي، د مثال په توګه، نو ازموینه باید ترسره نه شي.

تاسو به جریمه شئ که تاسو د دخول پرمهال د خپل ځان ازموینه ونه کړئ او د معقول دلیل څخه پرته په خپله خوښه ناروې څخه بهر لاړ نه شئ.

هرڅوک چې ناروې ته رارسيږي باید ناروې ته د دوی د دخول وروسته په اوومه ورځ هم ازموینه وکړي.

هغه کسان چې په پوله کې له آزموینې څخه معاف دي:

  1. هغه کسان چې د کار او وزګارتیا پرمهال له قرنطیني مسؤلیتونو مستثنا دي-  د قرنطین اړونده برخه دې وګوري چې په کوم ډول قوانین ورباندې د تطبیق وړ دي.
  2. هغه مسافر چې هره ورځ د ناروې له پولو تېرېږي او په سویډن یا فنلنډ کې ژوند کوي، له دخولي محدودیتونو مستثنا دي او تر ځانګړې څارنې لاندې نیول کېږي.
  3. د اوږو لاریو موټرونو حرفوي ډرېوران او دهغو رېل ګاډو کارکوونکي چې د توکو په انتقال کې دنده نه ترسره کوي او همدارنګه د بار وړونکو اورګاډو ځانکړي کارکوونکي.
  4. هغه اشخاص چې د ټولنیزو چارو د پرمخ بېولو او د خلکو اساسي اړتیاوو ته د پاملرنې په برخه کې ورته جدي اړتیا ده.
  5. دیپلوماتان.
  6. د الوتکې او اورګاډي خدمه چې غواړي په ناروې کې کار پیل کړي او له الوتکې یا اورګارډي د پرېښودو پرته د هېواد نه د باندې سفر کوي، په ناروې کې په دواړو حالتونو یعنې د کار پر مهال او د وزګارتیا پرمهال له دخولي قرنطین څخه مستثنا دي.
  7. هغه بهرنيان چې د ناروې چارواکو لخوا رابلل شوي ترڅو په بین المللي خبرو اترو کې برخه واخلي، یا که تاسو د کوم پلاوي برخه یاست چې د ناروې د نړیوالو مکلفیتونو سره سم ناروې ته راځي.
  8. د سویډن یا فنلډ د پولیسو او ګمرکونو هغه کارکوونکي چې غواړي ناروي ته سفر وکړي، او د سویډن او فنلنډ د ګمرکونو کارکوونکي چې غواړي په ناروې کې کار وکړي.

په پورتني لېست کې د 5 او 7 ټکو استثنآت په هغو اشخاصو د تطبیق وړ نه دي چې ناروې ته له رارسېدو مخکې یې ورستۍ لس ورځې له EEA او/یا Schengen سیمې څخه د باندې په نورو هېوادونو کې تېرې کړې وي.

 د دخول پرمهال قرنطین

له EEA/شېنګېن یا د بریتانیا له ځانګړیو سیمو(زېړو سیمو او هېوادونو) څخه چېرې چې د ناروغۍ د خپرېدو کچه ټیټه ده د راتلونکو کسانو په استثنا، ناروې ته له “سرو” هېوادونو یا سیمو څخه ټول راتلونکي کسان باید ټول د 10 ورځو لپاره قرنطین شي.

په اروپا کې د سرو او زېړو سیمو نقشه (یوازې په انګلیسي ژبه کې)

هغه کسان چې په کووېډ-19 کې اخته شوي دي، د قرنطين څخه معاف نه دي.

 د داخلېدو پرمهال د قرنطین اړونده قوانین

  • که چېرې تاسو د لاندې نوملړ له مخې په هوټولونو کې د قرنطین له امر څخه مستثنا یاست، نو تاسو باید خپله د قرنطین موده بشپړه کړئ، لکه څنګه چې لاندې ورکړل شوې ده.
  • که چېرې تاسو له خپل کور څخه د باندې د نورو خلکو سره له نیژدې اړیکې څخه ځان وساتئ، نو کولای شئ د خپل قرنطین له سیمې د باندې ووزئ.
  • تاسو نه شئ کولای هغو کاري سیمو، ښوونځیو یا د ورځنۍ پالنې مرکزونو ته ورشئ چېرې چې نور خلک حضور لري.
  • تاسو هوایي ډګر او دې ته ورته هغو ځايونو ته چې ناروې ته د سفر لپاره ځانګړي شوي دي له سفر پرته، نه شئ کولای له عامه ترانسپورت څخه استفاده وکړئ. هر هغه څوک چې عمر یې تر 12 کلونو لوړ وي باید ماسک واچوي.
  • که چېرې تاسو د قرنطین پرمهال له ځینو داسې خلکو سره یو ځای ژوند کوئ چې سفر یې نه وي کړی، نو تاسو باید د ځانګړې خوب خونې او ځانګړي تشنابونه څخه استفاده وکړئ او له نورو څخه دوه متره واټن ونیسئ. که چېرې دغه کار ممکن نه وي، هغه کسان چې تاسو سره ژوند کوي هم باید قرنطین شي، او یا هم تاسو په هغو هوټل یا بل استوګنځي کې قرنطين شئ چې د ښاروالی لخوا چمتو شوی دی.
  • هغه کسان چې ستاسو په کور کې اوسي هم باید ستاسو له راتګ څخه اووه ورځې وروسته آزموینه وکړي (دا ستاسو لپاره اړينه ده، خو ستاسو په کور کې د نورو لپاره یې سپارښتنه شوې ده).
  • که چېرې تاسو د قرنطین په موده کې د کووېډ-19 اعراض او علائم ښکاره کړل، نو تاسو باید واټن مراعات کړئ او د عامې روغتیا د سیمه ئیزې ادارې د خدماتو د څانګې سره په اړیکه کې شئ. د تلفون شمېره: .116117

 کمه شوې قرنطیني موده

د دخول پرمهال د قرنطین د قوانینو له مخې هر یو باید له رارسېدو اووه ورځې وروسته د PCR په واسطه آزموینه وکړي. د دا ډول آزموینو د ترسره کولو لپاره ښاروالۍ یا د آزموینې مرکز ته زنګ ووهئ. که چېرې تاسو په قرنطیني هوټل کې ژوند کوئ، نو ښاروالي باید تاسو ته د آزموینې وړاندیز وکړي. د قرنطین پرمهال دنده تر هغې دوام کوي ترڅو ستاسو د کورونا وایروس آزموینه منفي نه وي ثابته شوي.

 

هغه اشخاص به چې د ډاډ وړ حالت او تر 12 کلونو د ټیټ عمر ماشومان لري وکولای شي د آزموینې له منفي ثبوتېدو د اوو ورځو په ځای درۍ ورځې وروسته له قرنطین نه رخصت شي. د ډاډ وړ خوندي حالت ؛مصؤن؛ باید په Helsenorge.no کې مستند شي.

له “خوندي” څخه موخه لاندې کسان دي:

  • هغه اشخاص چې بشپړ واکسین یې تطبیق کړي
  • هغه اشخاص چې تر 3 اونیو مخکې یې لومړی دوز واکسین تطبیق کړي
  • هغه اشخاص چې په تېرو 6 میاشتو کې د کووېډ-19 ناروغي کړې وي

لاندې اشخاص د کار او وزګارتیا دواړو پرمهال له دخولي قرنطین څخه مستثنا دي:

  1.  هغه کسان چې د عمومي ترانسپورت له استفادې پرته د یوې داسې سیمې له لارې ناروې ته راځي چې هلته قرنطیني محدودیتونه وضع وي، پرته له دې چې هلته یې شپه تېره کړیې وي او له خپلو اتاقي ملګرو پرته یې د نورو خلکو سره نيژدې اړیکه ټینګه کړې وي.
  2.  هغه اشخاص چې د عامه ترانسپورت له کارولو پرته په سویډن یا فنلنډ کې د املاکو، کښتۍ، کاروان او ورته نورو مالونو له سپړنې او تفتیش ترسره کولو او د جدي اړینو تدابیر له په پام کې نیولو وروسته ناروې ته راځي، او پرته له دې چې هلته یې شپه تېره کړې وي او د خپل اتاق له ملګرو پرته د نورو خلکو سره یې نیژدې اړیکه نیولې وي.
  3. هغه اشخاص چې د ناروې په قلمرو کې په کښتۍ/قائقه کې سپرېږي او یوازې تر هغې په کې پاتې کېږي ترڅو بېرته ناروې ته راوګرزي. له هغو اشخاصو پرته چې د توکو انتقال کوي هغه نور مسافر یا خدمه چې په خارجي بندرګاه کې سواحلي ژوند کوي، پرته له هغه اشخاصو څخه چې د توکو ترانسپورت پرمخ وړي پدې شرط چې دوی د نورو مسافرینو او عملې سره نږدې اړیکې ونه نیسي.
  4. د الوتکې او اورګاډي خدمه چې په ناروې کې کار پیل کوي او د الوتکې یا اورګاډي له پرېښودو پرته بهر ته سفر کوي. که چېرې تاسو الوتکه یا ګاډی پرېږدئ، نو تاسو باید ناروې ته د رسېدو سره سم آزموینه وکړئ (د الوتکې خدمه)، او یا هم (د اورګاډي د خدمې لپاره) د لوړنۍ 24 ساعته دمې په موده کې، او له هغې وروسته هرې اووه ورځې ورځې وروسته باید آزموینه وکړئ.

قرنطیني هوټل یا په کور او کوم بل مناسب ځای کې ناروې ته د دخول پرمهال قرنطین؟

د دخول پرمهال د قرنطین ځای تر هغو سیمو او هېوادونو پورې محدود دی له کومو چې تاسو ناروې ته سفر ترې کوئ. که چېرې د بشري ناورین په اړه جدي اندېښنې موجودې وي یا ستاسو مستخدم ستاسو لپاره له مخکې تصویب شوی د استوګنې ځای ترتیب کړی وي، نو کېدی شي تاسو له قرنطیني هوټل څخه معاف شئ.

هغه کسان چې نیژدې خپلوان دي (لکه ښځه/مېړه، ملګري او د هغیو ماشومان) او په خپل اصلي هېواد کې ګډ ژوند لري او غواړي په ګډه سره ناروې ته سفر وکړي، کولای شي په خپل کور یا استوګنځي کې ځان قرنطین کړي.

که چېرې تاسو د EEA/شېنګېن له کوم هېواد یا سیمې او یا هم له بریتانیا څخه ناروې ته راځئ، دا په هغه هېوادې کې چې تاسو یې د ناروې په هدف ترک کوئ د ملوثتیا یا ناروغۍ په مانا ده چې ښئي آیا تاسو قرنطیني هوټل ته اړتیا لرئ که څنګه او یا هم دا چې آیا تاسو کولای شئ د قرنطین موده په کور یا کوم بل مناسبت د استوګنې په ځای کې تېره کړئ.

که چېرې هغه هېواد یا سیمه چې تاسو ور څخه راغلي یاست په لوړه کچه ملوثتیا یا ناروغي ولري، تاسو باید خپله د قرنطین موده په قرنطیني هوټل کې تېره کړئ. تاسو باید ناروې ته له دخول 3 ورځې وروسته د  PCRآزموینه وکړئ. که چېرې پایله منفي وه، تاسو کولای شئ کور یا کوم بل مناسب ځای ته لاړ شئ او خپله د قرنطین موده هلته تېره کړئ. تاسو باید ناروې ته له رسېدو حداکثر 7 ورځې وروسته بله نویې د PCR آزموینه وکړئ.

که چېرې په هغه هېواد یا سیمه کې چې تاسو ورڅخه راغلی یاست د ناروغۍ کچه ټیټه وي، کولای شئ د مسافرۍ د قرنطین موده په کور یا کوم بل مناسب استوګنځي کې تېره کړئ. تاسو باید ناروې ته له را رسېدو حداکثر 7  ورځې وروسته د PCR آزموینه وکړئ. که چېرې پایله منفي وي کولای شئ خپل د مسافرۍ قرنطین پای ته ورسوئ.

د قرنطیني هوټل په اړه نور معلومات په لاندې برخه کې وګورئ.

 د EEA/ شېنګېن او بریتانیا له هېوادونو پرته له نورو هېوادونو څخه د را رسېدونکو مسافرو لپاره ځانګړي قوانین

که چېرې تاسو د EEA/ شېنګېن او بریتانیا له هېوادونو پرته له نورو هېوادونو څخه ناروې ته راځئ، تاسو باید خپله د مسافرت د قرنطین موده په قرنطیني هوټل کې تېره کړئ. یوه استثنا شتون لري هغه دا چې د بیړنیو بشري ملحوظاتو او ستاسو د مستخدم لخوا تاسو ته لا د مخه د استوګنځي د تصویب په صورت کې قرنطیني هوټل ته اړتیا له نشته. تاسو باید ناروې ته له را رسېدو حداکثر 7  ورځې وروسته د PCR آزموینه وکړئ. که چېرې پایله منفي وي کولای شئ خپل د مسافرۍ قرنطین پای ته ورسوئ او خپل اصلي منزل ته دوام ورکړئ.

د قرنطین هوټلونه

کله چې تاسو ناروې ته سفر کوئ، نو تاسو باید د عامه قوانیو په اساس، په قرنطیني هوټل کې پاتې شئ. که تاسو لدې څخه استثنا لرئ، تاسو باید وړتیا ولرئ چې دا د دخول پرمهال وړاندې کړئ. د قرنطیني هوټلونو په اړه معلومات کولای شئ له پولې څخه د تېرېدو پرمهال له پولیسو او یا هم ناروې ته د رسېدو پرمهال له پولیسو ترلاسه کړئ.

تاسو باید پخپله په هوټل کې د پاتې کیدو لپاره پیسې ورکړئ. تاسو باید لږترلږه د اوو ورځو لپاره هلته پاتې شئ. په 7مه ورځ، تاسو باید د کووېډ-19 آزموینه وکړئ. که چېرې تاسو د ازموینې منفي پایله ترلاسه کړئ، نو تاسو کولی شئ قرنطین پای ته ورسوئ.

هغه د لږ عمر لرونکي اشخاص چې په تنهایۍ سره ناروې ته داخلېږي او د قرنطین له امر څخه معافیت نه لري، باید وکولای شي د قرنطیني هوټل د یوه پالونکي سره پاتې شي.

په قرنطین هوټلونو کې د پاتې کیدو لګښتونه

د شخصي افرادو لپاره چې عمرونه یې تر 18 کلونو لوړ وي او د مستخدمینو لپاره د قرنطیني هوټل ورځنۍ تادیه NOK 500 ده. هغه ماشومان چې عمرونه یې تر 10 ټیټ دي او د والدینو/پالونکو سره په اتاقونو کې استوګنه کوي، په وړيا توګه هلته کې پاتې کيږي . د هغه ماشومانو لپاره چې عمرونه یې له 10 تر 18 کلونو پورې دي، تادیه په ورځ کې NOK 250 ده. د قرنطیني هوټل لپاره ګډه تادیه د معمول په څېر د رسېدو پرمهال او له رسېدو مخکې ترسره کېږي.

د کووېد-19 وړیا آزموینه په قرنطیني هوټل کې ترسره کېږي.

د قرنطیني هوټلونو په برخه کې استثنآت

ځینې ډلې کولای شي له قرنطیني هوټل څخه د معافیت لپاره وړاندیز وکړي. هغه قوانین چې څوک او څنګه باید وړاندیز وکړي، کولای شئ د ناروې هېواد د کډوالو په وېبپاڼه کې پیدا کړئ: د کورونا د وضعیت په اړه – UDI. تاسو کولای شئ د معافیت په موخه د لاندې لېنک له لارې غوښتنه وکړئ

لاندې اشخاص اړتیا نه لري چې په قرنطیني هوټلونو کې پاتې شي:

  1. هغه خوندی اشخاص چې د “دخولي قرنطین” په مربوطه برخه کې تعریف شوی او کولای شي دغه مورد د no له لارې مستند کړي، همدارنګه هغه ماشومان چې عمرونه یې تر 12 ټیټ دي.
  2. هغه اشخاص چې د بیړنیو تسهیلی ملحوظاتو، یا نورو لاملونو، او هغه اشخاص چې کېدی شي په کوم بل داسې مناسب استوګنځي کې قرنطین شي چې هلته له نورو سره د واټن مراعات کولو امکان موجود وي، له امله یې له قرنطیني هوټل څخه د معافیت په موخه UDI ته غوښتنه کړیې، له دغه امر څخه معاف دي. استوګنځی باید یو شخصي اتاق، شخصي تشناب او شخصي پخلنځی/غذایي خدمات ولري.
  3. هغه سوادګر چې مستخدمین یا ګومارونکي یې د قرنطین پرمهال د یوه داسې مناسب استوګنځي تضمین کوي چې یو نفره اتاقونه ولري. تاسو باید داسې مستندات ولرئ چې له مخې یې دا تثبیت شي چې تاسو په کار یاست، یا په یوه پروژه کار کوئ او ستاسو کارکوونکي یا پېرودونکي تصویب شوي استوګنځي درلودل. استوګنځي باید داسې وي چې له یو له بل سره پکې د نيژدې اړیکې مخنیوی وشي، او داسې انفرادي اتاق ولري چې په هغې کې تلوزیون او انټرنېټ او همدارنګه خپل ځانګړی تشناب او پخلنځی ولري. اسناد کېدی شي یو پروژئي یا کاري تړون وي. پدې کې باید تذکر شوی وي چې تاسو چېرې ژوند کوئ او همدارنګه په هغې کې ستاسو د مستخدم یا پېرودونکي نوم، پته او د تلفون شمېره درج شوي وي.
  4. هغه اشخاص چې د والدینو او ماشومانو ترمنځ د یوې هوکړه شویې او مشروطې کتنې د تطبیق یا د ماشومانو د قانون او د ماشوم د رفاه د قانو مطابق د ماشوم لپاره د مشترک استوګنځي په تړاو، ناروې ته رسېدلي.
  5. هغه اشخاص چې د ناروې له پولو په دوامداره توګه له سویډن یا فنلنډ نه د کار یا ښوونځي ته د تګ په موخه عبور او مرور کوئ، او د کووېد-19 د مقرراتو د 6b برخې له مخې له قرنطیني مجبوریتونو معاف دي.
  6. هغه اشخاص چې د پناغوښتنو فعاله دوسیه ولري او یا هم هغه د کمپ مهاجرین چې انتقال ته اړتیا لري.
  7. ناروې ته راتلونکي ځینې مسلکي کسان چې کولای شي ثابته کړي چې هغوی دنده یا معموریت ترسره کوي، او دا چې هغوی له قرنطین څخه په بشپړ یا نسبي ډول معاف دي. دا ډول کسان باید د خپل مستخدم سره په اړیکه کې شي ترڅو ورته روښانه کړي چې څه باید وکړي.

دغه استثنآت یا معافیتونه د قرنطین پرمهال په استوګنځي کې ستاسو د اوسېدو په څرنګوالي پورې اړه لري.

په کور یا بل مناسب ځای  کې د پاتې کېدو په موخه؟

د هغو اشخاصو لپاره چې له قرنطیني هوټلونو څخه مستثنا دي،  تصویب شوي محلونه په لاندې ډول دي:

  • د ناروې په دائمي استوګنځایونو کې چې، پرته له دې چې په پام کې ونیول شي چې یاد استوګنځایونه کرایي دي که شخصي. له دغه امر څخه ګرځنده استوګنځایونه لکه د مسافرو ځانګړي وانونه، کښتۍ او دې ته ورته ځايونه مستثنا دي. تاسو باید د دخول پرمهال خپل شخصي ملکیت یا اجاره شوی ملکیت ثبت او سجل کړئ، او د اجارې تړون باید لږ ترلږه شپږ میاشتې وخت ولري. همدارنګه هغه کسان چې تاسو سره د قرنطین پر مهال ژوند کوي، که تاسو خپل تشنابونه او د اوسېدو خونې بېلې نه لرۍ، نو هم دې ته هڅول کېږي ترڅو ځانونه قرنطین کړي.
  • په مختلفو مناسبو استوګنځایونو کې، کله چې تاسو د دخول پرمهال ثبوت کړئ چې د مرستې او په دغه ځای کې د اوسېدو لپاره جدي اړتیا لرئ. همدارنګه تاسو باید وکولای شئ د قرنطیني استوګنځي د مناسبوالي په اړه مستندات وکړئ. د یوه مناسب استوګنځي په هکله په لاندې نوملړ کې نور جزیات وګورئ.
  • په هغو مناسبو ځایونو کې چې ستاسو د مستخدم لخوا یې تضمین شوی وي. مستخدم باید د خپل کارکوونکي له دخول مخکې د استوګنځي د تائیدۍ سند ولري چې د ناروې د کارګرانو د څېړنې د ادارې لخوا تصویب شوی وي. تاسو باید د دخول پرمهال دغه تائید ثبت اوسجل کړئ.

مناسب استوګنځي: دا باید امکان ولري چې له نورو سره نږدې اړیکه ونه نیسئ.. استوګنځی باید یو داسې ځانګړی اتاق ولري چې تلوزیون او انټرنېټ، او خپل ځانګړي تشنابونه او پخلنځي ولري.

د دخول د نوم لیکې لپاره په اړينې فورمه کې، باید تاسو داسې معلومات درج کړئ چې د دې ښوونه کوي چې د قرنطین استوګنځای د یوه معیاري قرنطیڼ ځای د ټولو اړتیاو سره سمون لري.

ناروې ته د سفر کوونکو د کنترول مرکز

د قرنطين مودې په جريان کې، ناروې ته د مسافرینو د کنټرول ملي مرکز به ناروې ته د سفر کوونکو سره د پیغام او تلفون له لارې اړیکه ونیسي.

که چېرې د مسافرینو د کنترول مرکز نه شي کولای تاسو سره په اړیکه کې شي، ښایي دغه مسؤلیت د ښاروالۍ ډاکټر یا د کارګرانو د څارنې ادارې ته وسپارل شي. د کنترول مرکز هغه معلومات ترلاسه کوي کوم چې تاسو د دخول پرمهال په فورمه کې درج کړي ول.

دا مهمه ده چې تاسو د 2189xxxx له آدرسه نیول شوې اړیکه ځواب کړئ.

سوالبارډ

هرڅوک چې سوالبارډ ته سفر کوي باید، د عمومي قاعدې په توګه، د کويډ-19 د منفي ازموینې پایلې وښيې. ازموینه باید په ناروې کې سوالبارډ ته ستاسو د رارسیدو څخه مخکې په 24 ساعتونو کې ترسره شي.

د کارکوونکو او مسافرو لپاره د دخول پرمهال قرنطین

بهرني اتباع باید معمولا په قرنطیني هوټل کې د قرنطین موده تېره کړي. هر هغه څوک چې ناروې ته له یوه داسې هېود نه سفر کوي چې هلته کې يې د قرنطین دنده لرله:

  • باید د کار له پیلېدو مخکې د پوره 10 ورځو لپاره په قرنطین کې پاتې شي.
  • د پورتې تشرېح شوې برخې مطابق د کورونا وایروس د منفي پایلې په صورت کې د سفر پرمهال د قرنطین موده کمه کړي.

د کاري ساعتنونو پرمهال د هغو اشخاصو لپاره استثنایي موارد چې په مکرر ډول له ملي پولې اوړي

  • هغه واکسین شوي اشخاص چې په هوټولونو یا د ښاروالۍ د روغتیایي خدماتو په مرکزونو کې حیاتي دندې ترسره کوي، ناروې ته د رسېدو پرمهال د منفي پایلې په صورت کې د کاري ساعتونو پرمهال له قرنطین څخه مستثنا دي.
  • د اوږدو ترانسپورتي لارو ځینې مسلکي ډرېوران، د اورګاډی خدمه، د الوتکې خدمه او هغه کارکوونکي چې د ناروې په بندر ونو کې د کار په موخه په کښتیو کې سفر کوي، کولای شي د سفر پرمهال له قرنطیني محدود یتونو مستثنا وي.
  • د سویډن یا فنلنډ د حمل و نقل پولیس، او د یادو هېوادونو د ګمرک ځینې کارکوونکي د کار پرمهال له قرنطیني محدودیتونو مستثنا دي.
  • له سویډن او فنلنډ څخه راتلونکي مسافر چې د قرنطین 15 ورځنۍ موده یې بشپړه کړې او غواړي د ناروې له پولو له یوه څخه د زیاتې مودې لپاره تېر شي، د دندې پرمهال د قرنطین له امر څخه مستثنا دي، خو کله چې هغوی:
  1. اونۍ کې یوه ورځ آزموینه کوي یا
  2. په لومړۍ ورځ چې تاسو ناروې ته را رسېږئ، یا هرې اووه ورځې وروسته، پدې شرط چې په ناروې کې مو له آزموینې تر اووه ورځې زیاتې تېرې شوي وي.
  3. او یا هم په سویډن او فنلنډ کې ستاسو د کووېډ-19 له وروستۍ آزموینې اووه ورځې پوره شوې وي (یوازې په ورځنیو مسافرو د پلي کېډو وړ ده)

که چېرې تاسو ناروې ته له رسېدو مخکې، له سویډن یا فنلنډ پرته د لسو ورځو لپاره په نورو هېوادونو کې پاتې شوي یاست، او یا هم په یوه وخت کې د سویډن یا فنلنډ د عامې روغتیا په خدماتو کې دنده ترسره کوئ، له دغه امر څخه مستثنا کېدی نه شئ.

نور معلومات (یوازې په انګلیسي ژبه کې)

د نورو عواملو ترمنځ، د جدي رفاهی/بشري ملحوظاتو یا نورو هغو شرائطو له امله چې کولای شي د دخول پرمهال په قرنطین باندې اغېز ولري، د دخول پرمهال له قرنطین څخه معافیت.

په ځینو مواردو کې، تاسو د دخول پرمهال له قرنطین څخه معاف کيدې شئ:

  • د کورنۍ د هغو نيژدې غړیو د لیدنې پرمهال چې جدي ناروغ وي، او یا هم د نیژدې خپلوانو د جنازې په مراسمو کې د ګډون پرمهال. د قرنطین په برخه کې یاد استثنآت یوازې په هغو وختونو کې د پلي کېدو وړ دي چې د ناروغ پوښتنې ته ځئ یا جنازه کې ګډون کوئ. په نورو ټولو حالاتو کې به قرنطین پلی کېږي. دغه استثنآت یا معافیتونه یوازې هغه مهال د پلي کېدو وړ دي چې د له پولو د اوښتو پرمهال په همدغه ورځ چې لیدنه کوئ یا په جنازه کې ګډون کوئ، ستاسو آزموینه منفي ثابته شي. په دې ډول حالاتو کې باید تاسو پخپله د آزمینې لپاره تادیه وکړئ.
  • که تاسو د ماشومانو د قانون یا د ماشومانو د فلاحي قانون له مخې د لیدنې د حق تړون لرئ:
  1. تاسو لپاره ناروې ته د رسېدو پرمهال د دخولي قرنطین په برخه کې استثنا یا معافیت شتون نه لري، مګر دا چې د قرنطین پرمهال کولای شئ د خپلو ماشومانو سره پاتې شئ. ازموینه (PCR) د رارسیدو وروسته دواړه په 3مه او 7مه ورځ اړینه ده.
  2. تاسو کولی شئ د دخول پرمهال په کاري ساعتونو کې په بهر کې د ماشومانو سره د ليدنې حق د پوره کولو لپاره د پاتې کيدو وروسته د قرنطین څخه معاف شئ. دا یوازې هغه وخت پلي کیږي کله چې ناروې ته له رارسیدو وروسته، خو د 3 ورځو څخه مخکې نه، ستاسو ازموینه منفي (PCR) راغلې وي. که تاسو په ناروې کې دنده نه لرئ، نو تاسو به د کاري ساعتونو په جریان کې د قرنطین څخه معاف نه شئ کله چې تاسو د ماشومانو سره د وخت تيرولو لپاره راشئ.
  3. ستاسو ماشوم چې له والدينو سره بهر له پاتې کیدو وروسته راغلی وي د ښوونځي د ساعتونو په جریان کې د منفي ازموینې (PCR)، چې ناروې ته له رارسيدو وروسته د 3 ورځو څخه مخکې نه وي ترسره شوې، په صورت کې له قرنطين څخه معاف دی.

     تر 12 کلونو د ټیټ عمر لرونکي ماشومان له قرنطین څخه معاف دي، حتی که آزموینه یې هم نه وي کړې.

که چيرې تاسو دا ثبت کړئ تاسو د ماشومانو د قانون او د ماشومانو د هوساینې قانون سره په مطابقت کې د ماشومانو سره د موافق شوي یا ټاکل شوي لیدنې پلي کولو په تړاو د ناروې پولې څخه هاخوا تګ وکړئ، تاسو کولی شئ د اوسیدو په مناسب ځای کې قرنطین ترسره کړئ. تاسو اړتیا نلرئ چې شخصي خونه، شخصي تشناب یا پخلنځی ولرئ.

د میرمن/ميړه، هلک ملګري یا نورو نږدې خپلوانو سره لیدنه کول چې په جدي ډول ناروغ نه وي په دې حالاتو کې د قوي پاملرنې ملاحظات نه دي.

که چېرې تاسو له قرنطین څخه معاف یاست او د کووېډ-19 اعراض او علائم لرئ، او یا هم د ډاکټر له ارزونې وروسته د کووېډ-19 ملوثتیا شک در باندې کېږي، نو تاسو باید نور هم به قرنطین کې پاتې شئ.

د کورونا وایروس په اړه نور معلومات په ګڼ شمېر ژبو کې دلته کتلای شئ (regjeringen.no)