ناروې ته داخلېدل – د قرنطین او آزموینې لپاره قوانین

ناروې ته سفر

د مقرراتو په اړه معلوماتو لپاره چې د هر اروپایی هیواد لپاره پلي کیږي،  Re-open EUوګورئ.

څوک کولای شي ناروې ته سفر وکړي؟

ناروې ته د داخلېدو پرمهال ځانګړي محدودیتونه شتون لري.

تاسو کولای شئ په لاندې شرائطو کې ناروې ته سفر وکړئ:

  • دا چې تاسو وکولی شئ ثبوت کړئ چې په بشپړ ډول د معتبر COVID-19 سند یا ثبوت سره واکسین شوي یاست یا داچې چې تاسو په تیرو شپږو میاشتو کې COVID-19 ناروغي ترېره کړې ده.
  • دا چې تاسو په EU/EEA، سویس، انګلستان، یا ارغواني هیواد یا سیمه کې اوسیږئ، او ناروې ته د ننوتلو دمخه تاسو د 10 ورځو لپاره هلته پاتې شوي یاست.

غیر لدې چې تاسو په پورتنیو دوه ګروپونو کې نه یاست، تاسو باید ناروې ته د سفر کولو لپاره د معافیت یا استثنا د لیست تر پوښښ لاندې راشئ:

د کورونا وایروس د ګواښ په اساس، د هغه هیواد رنګ څه شی دی چې تاسو ترې سفر کوئ؟

د هغه هیواد رنګ چې تاسو ترې سفر کوئ دا مشخصوي چې ایا تاسو باید د سفر پرمهال قرنطین بشپړ کړئ او ناروې ته د ننوتلو پرمهال تاسو باید کوم مقررات تعقیب کړئ. په لاندې لېست کې د هغه هیواد رنګ وګورئ چې تاسو ترې سفر کوئ. د هیوادونو د ارزونې په اړه عمومي کتنه دلته موندل کیدی شي، یوازې په انګلیسي کې.

یوځل چې تاسو د کورونا وایروس د ګواښ په اساس د هیواد رنګ وپیژنئ، کولی شئ د هغو مقرراتو په اړه نور ولولئ چې په تاسو باندې د پلي کېدو وړ دي.

په تاسو باندې کوم قوانین د طبیق وړ دي؟

ناروې ته له بهر څخه راتلونکو مسافرو لپاره د کووېډ-19 تصدیق پاڼې

که تاسو په بشپړ ډول واکسین شوي یاست یا په تیرو شپږو میاشتو کې مو COVID-19 ناروغي درلودلی وي، او تاسو دا کار د اروپایی اپلیکیشن پورې اړونده د COVID-19 تصدیق شوي سند له لارې مستند کولی شئ، نو پدې صورت کې تاسو کولی شئ په ناروې کې په آزاده توګه سفر وکړئ پرته لدې چې له کوم هیواد څخه مو سفر کړی وي. تاسو به قرنطین کیدو ته اړتیا ونلرئ ، د رارسیدو دمخه ازموینه واخلئ ، په پوله کې ازموینه واخلئ ، یا د ننوتلو لپاره د سفر راجسټریشن بشپړ کړئ.

د ناروې د قوانینو له مخې، یو “بشپړ واکسین شوی” شخص هغه چا ته ویل کېږي چې لاندې اوصاف ولري:

  • هغه شخص چې 2 ډوزه واکسین یې کړي، او د وروستي ډوز واکسینو یې لږ ترلږه 1 اونۍ پوره شوې وي.
  • هغه شخص چې یو ډوز واکسین یې کړې وي، او له واکسین وروسته د دریو اونیو لپاره مؤثر واقع شوی وي.
  • هغه شخص چې تر یوې اونۍ د مخه یې د کووېډ-19 یو ډوزه واکسین یې کړې وي. که چېرې ستاسو د کووېډ-19 آزموینه مثبت وي، نو تاسو باید د پایلې له ترلاسه کولو وروسته د دریو اونیو لپاره په تمه شئ ترڅو واکسین وکړئ.
  • هغه شخص چې 1 ډوزه واکسین یې کړي وي، او له هغې 3 اونۍ وروسته یې آزموینه مثبته ثابته شوې وي. کله چې تاسو د بېلوالي یا تنهایۍ دغه موده پوره کړئ، نو د یوه بشپړ واکسین شوي په حیث په پام کې نیول کېږئ.
  • هغه شخص چې آزموینه یې کړیې وي او د کووېډ-19 پروړاندې د یې د بدن انټي باډي مشخصه شوې وي، او تر یوه اونۍ وړاندې یې د کووېډ-19 ناروغۍ یو ډوزه واکسین تطبیق کړي وي.

په ناروې کې د کووېډ-19 د معتبره اسنادو په اړه نور معلومات په regjeringen.no ولټوئ.

ناروې ته له داخلېدو مخکې د سفر پرمهال ثبت یا راجسټرېشن

له سرو، تېزو سرو، ارغواني او خړو هیوادونو او سیمو څخه مسافر باید عموما ناروې ته د رسیدو دمخه د ننوتلو لپاره د سفر د ثبت یا راجسټرېشن فورمه ډکه کړي.

دا فورمه باید په ډیجیټل ډول ډکه شي. یوځل چې راجسټریشن بشپړ شي، تاسو به د رسیدلو سره سم یو داسې رسید ترلاسه کړئ چې پولیسو ته به یې د اړتیا پرمهال ښیئ. ثبت یا راجسټرېشن باید له دخول څخه 72 ساعته مکې بشپړ شي.

څنګه باید ځان راجستر کړئ؟

د سفر پرمهال د الیکترونکي ثبت یا راجسټرېشن پاڼې ته ورشئ (entrynorway.no)

یا هم د فورمې د ډکولو په برخه کې د مرستې لپاره +47 33 41 28 70 شمېرې ته زنګ ووهئ. یا دغه آدرس ته ایمېل واستوئ: support@entrynorway.no

د تلفوني اړیکې خدمات په اونۍ کې 7 ورځې د 24 ساعتونو لپاره پرانیستي دي. همکارۍ یامرستې د سهار له  08:00بجو د شپې تر 22:00 پورې په پولنډي، روسي، لیتوانیایي او رومانیایي ژبو چمتو کېږي.

د قرنطین چکلېسټ: وګورئ چې په تاسو باندې کوم شرائط د تطبیق وړ دي (Helsedirektoratet.no)

د رسېدو پرمهال آزموینه ترسره کول

له سرو، تېزو سرو، ارغواني او خړو هیوادونو او سیمو څخه مسافر باید عموما ناروې ته د رسیدو سره سم د COVID-19 ازموینه وکړي.

که تاسو، د کوم دلیل پرته، ناروې ته د رسیدو پرمهال د ازموینې اخیستو ته چمتو نه یاست، نو تاسو باید په خپله خوښه هیواد پریږدئ یا تاسو جریمه شئ.

 تاسو باید په هوایی ډګر کې یا هرچیرې چې له پولې تیریږئ ازموینه واخلئ. دا به د انټيجن پراساس ګړندی ازموینه وي ، او تاسو باید مخکې لدې چې خپل سفر ته دوام ورکړئ د ازموینې پایلو ته انتظار وکړئ.

که تاسو د چټک انټيجن ازموینېه مثبت وي، تاسو باید د رارسیدو وروسته 24 ساعتونو کې د PCR ازموینه وکړئ. که تاسو د EEA یا سویس څخه بهر له کوم هیواد څخه سفر کړی وي او ازموینه مو مثبته ثابته شوې وي، تاسو باید د رسیدو سره سم د PCR ازموینه وکړئ.

د سفر پرمهال قرنطین

له سرو، تېزو سرو، ارغواني او خړو هیوادونو او سیمو څخه مسافر باید عموما ناروې ته له رسېدو وروسته 10 ورځنی د سفر قرنطین بشپړ کړي. پدې برخه کې ځینې معافیتونه شتون لري، دلته یې وګورئ.

د سفر قرنطین کولای شئ په خپل کور یا بل مناسب ځای کې بشپړ کړئ. که تاسو د قرنطین مناسب ځای ونه لرئ، د رارسیدو سره به تاسو ته د قرنطین هوټل درکړل شي.

که تاسو ناروې ته په لاره کې د شنه یا نارنجي هیواد یا سیمې له لارې سفر کړی وي، د قرنطین موده به د هغه ورځو شمیر سره کمه شي چې تاسو پدې هیواد یا سیمه کې تیره کړې.

د سفر پر مهال په قرنطین کې تاسو باید لاندې مواردو په پام کې ونیسئ:

  • په یوه مناسب ځای یا خپل کور کې پاتې شئ.
  • کار، ښوونځي یا وړکتون ته مه ځئ.
  • په یوه مناسب ځای یا خپل کور کې پاتې شئ.
  • کار، ښوونځي یا وړکتونه ته مه ځئ.
  • عامه ترانسپورت مه کاروئ. هغه خلک چې له بهر څه د رسېدو او قرنطیني سیمو ته د سفر پرمهال، یا د قرنطیني مودې په پای ته رسېدو مخکې له ناروې څخه د تلو په حال کې دي او له EEA، سویس یا انګلستان څخه سفر کوي له دې قاعدې معاف دي کله چې له بهر څخه راځي او د قرنطین ځای ته سفر کوي، یا کله چې د قرنطین دورې پای ته رسیدو دمخه ناروې پریږدي. د 12 کالو څخه ډیر عمر لرونکي خلک باید ماسک واغوندي.
  • عامه ځایونو لکه له دوکانونو، درملتونونو یا کافیو/رستورانتونو څخه لیدنه مه کوئ. د اړتیا په صورت کې، کولای شئ پلورنځي یا درملتون ته مراجعه وکړئ، مګر ډاډه اوسئ چې نورو سره مناست واټن مراعات کړئ.
  • خلکو سره له لیدو ډډه وکړئ.

له قرنطیني اصولو څخه سرغړونه جرم ګڼل کېږي.

د سفري قرنطین پرمهال آزموینه ترسره کول

 که تاسو ناروې ته له رسیدو درې ورځې وړاندې د PCR ازموینه وکړئ او پایله یې منفي وي، کولای شئ خپل د سفر قرنطین پای ته ورسوئ. تاسو باید د ازموینې پایلې مستند ثابتې کړئ. دا کولای شئ په لاندې ویب پاڼه کې ترسره شي: په Helsenorge.no کې د ازموینې پایلې.

هغه څوک چې په قرنطین هوټل کې پاتې کیږي د ښاروالۍ لخوا به د ازموینې وړاندیز ورته کېږي.

د سفر پرهال د قرنطین په برخه کې معافیتونه

د سفر پرمهال د قرنطین په برخه کې ځینې معافیتونه شتون لري. د دې معافیتونو ځینې یې د کار کولو او تفریحي فعالیتونو په صورت کې د پلي کېدو وړ دي، پداسې حال کې چې ځینې هغه یې بیا یوازې د کار کولو په صورت کې د پلي کېدو وړ دي.

له خپل کار ګومارونکي څخه د هغو شرائطو په اړه پوښتنه وکړئ چې په تاسو باندې د تطبیق وړ دي. په مثالونو کې یې لاندې موارد شاملېږي:

  • د اوږد واټن ترانسپورت لپاره مسلکي ډرېوران، د روزنې پرسونل، د هوایی کرښې پرسونل او هغه کارکوونکي چې د ناروې په بندرونو کې په کښتیو کې کار کوي. دا اشخاص کولای شي د کاري ساعتونو په جریان کې د سفر قرنطین څخه مستثنی وي او باید د خپلو کار ګمارونکو سره اړیکه ونیسي ترڅو معلومه کړي چې کوم مقررات پلي کیږي.

کېدی شي تاسو د سفر پرمهال له قرنطین څخه معاف شئ ترڅو له هغو نیژدې دوستانو لیدنه وکړئ چې جدي ناروغي لري، یا د نیژدې دوستانو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړئ. له دې وروسته تاسو نیژدې دوستانو سره د لیدنې یا جنازه کې د ګډون پرمهال له قرنطین څخه معاف یاست. له یاد مواردو پرته د قرنطین مقررات پلي کېږي مګر په هغه صورت کې چې په پوله کې ستاسو آزموینه منفي ثابته شویې وي او په هماغه ورځ نیژدې دوستانو سره د لیدو یا جنازه کې د ګډون په موخه تللي واست.پدې حالت کې، تاسو باید پخپله د ازموینې لپاره پیسې ورکړئ.

پدې اړه نور معلومات دلته (په انګلیسي ژبه) ولورئ

د والدینو او ماشومانو ترمنځ د اړیکو کنترولول

د والدین او ماشومانو ترمینځ د تماس یا اړیکو کنترولولو په برخه کې استثنا، همدارنګه ماشومانو سره د خپل استوګنځي شریکول هم منع دي.

د 18 کالو څخه د کم عمر لرونکي ماشومان اوس د سفر قرنطین څخه معاف دي. په هرصورت، دا سپارښتنه کیږي چې دوی ناروې ته له رسیدو درې ورځې وروسته د PCR ازموینه یا د انټيجن پراساس ګړندۍ ازموینه وکړي.

لویان (عمر 18 او ډیر) کولی شي ناروې ته له رسېدو درۍ ورځې مخکې د منفي آزموینې په صورت کېپه نورمال ډول خپله د قرنطین موده پای ته ورسوي. له همدې امله، نور د ماشومانو سره د تماس یا اړیکې لپاره محدودیتونو ته اړتیا نه لیدل کېږي.

تاس کولای شئ د قرنطین پرمهال خپل ماشوم سره د پخوا په شان تماس یا اړیکه ولرئ.

د کورونا وایروس په اړه نور معلومات په ګڼ شمېر ژبو کې دلته کتلای شئ (regjeringen.no)