د روژې په میاشت کې روغتیایي سپارښتنې (Pashto)

روژه د هغو کسانو لپاره نه وړاندیز کیږی کوم چې ځینې ناروغۍ او د ناروغۍ حالات لري. دلته یو څو سپارښتنې دي چې له تاسو سره مرسته کولی شي د روژې په میاشت کې روغ جوړ پاتې شئ.

Bønnekjede

روژه نيول

ډېری مسلمانان د روژې په میاشت کې روژه نیول غواړي. ډیر روغ جوړ لویان د دې توان لري چې د یوې محدودې مودې لپاره روژه برداشت کړي، په دې شرط چې دوی د لمر د پريوتو او د لمر د راختو ترمینځ په کافي اندازه قويخواړه او څښاک وکړي.

هغه ماشومان او افراد چې رواني ناروغي لري د روژې څخه معاف دي. همدغه استثنا په هغه صورت کې هم د اعمل وړه ده که چيرې روژه ممکن ناروغي ډيره کړي او د ناروغۍ موده اوږده کړي. تاسو ممکن د ژوند په ځینو حالاتو کې روژه وځنډوئ یا لغوه کړئ (د بیلګې په توګه زوړ عمر، حمل یا ماشوم ته شیدې ورکول)، او په ځانګړو حالاتو کې روژه وځنډوئ يا لغوه کړئ (د بیلګې په توګه، اوږد سفر، دروند فزیکي کار، فعال نظامي خدمت یا د بحران مدیریت).

ناروغي او له درملو استفاده

کهچېرې ناروغ یاست او دا احتمال موجود وي چې روژه نیول به ستاسو روغتیایي حالت نور هم خراب کړي او ناروغي به مو اوږده کړي،نو پدې صورت کې له روژې نیولو معاف یاست. روژه کیدای شي د هغه درملو په واسطه ماته شي کوم چې تېر شي يا د پوزې له لارې وکارول شي. په هرصورت، که چېرې د درملو نه کارول روغتیایي ستونزې رامنځ ته کوي، تاسو کولای شئ روژه وځنډوئ یا له روژې څخه ډډه وکړئ. 

له همدې امله، د روژې نیولو څخه ډډه وکړئ که تاسو ناروغ یاست یا اړین درمل کاروئ. دا په هغو حالاتو کې او د هغو ناروغیو په صورت کې د تطبیق وړ ده، چې د وينې لوړ فشار، رواني ناروغۍ، د شکر ناروغي، ساه لنډي، COPD ،HIV، او یو شمیر نور حالات.

دا په هغو زړو خلکو باندې هم پلې کېږي چې د روژې مودې په پوره کولو کې ستونزه لري، د بېلګې په توګه، که چېرې د دوی د وینې فشار ټیټ وي او د چکر احساس وکړي، په داسې حال کې چې دوی د یوې ورځې لپاره اوبه ونه څښي.

که چېرې غواړئ روژه ونیسئ، نو د خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ.

هغه اشخاص هم باید د روژې نیولو د ډاکټر سره مشوره وکړي چې د معدې زخم، د زړه درد، د معدې پړسوب او چوره ناروغي لري.

نورې ويب پاڼې

 

د شکرې ناروغي او رمضان

روژه ښایې د هغو کسانو لپاره خطرناکه وي کوم چې د شکرې په ناروغۍ اخته وي. که چېرې تاسو داسې یو روغتیایي حالت ولرئ چې ممکن د روژې نیولو له امله نور هم خراب شي، نو تاسو باید د روژې نیولو څخه ډډه وکړئ.

تاسو کولای شئ روژه ونیسئ حتی که د شکرې ناروغي هم ولرئ، که څه هم، دا به اضافي هڅې او مناسب پلان جوړولو ته اړتیا ولري، او تاسو باید تل د خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ. 

د هغو کسانو لپاره چې د شکرې ناروغي لري او د خپلې ناروغۍ سربېره بیاهم روژه نیول غواړي یو څو سپارښتنې شتون لري چې په روژه کې یې باید په پام کې ونیسي ترڅو د روغتیایې ستونزو مخه ونیول شي. دغه سپارښتنې د ناروې د شکرې ناروغۍ د ټولنې او د ناروې د اسلامي شورا په همکارۍ ترتیب شوې دي:

  • که تاسو د خپلې ناروغۍ سربیره روژه غوره کړئ، نو دا باید ستاسو د ډاکټر سره په مشوره ترسره شي.
  • تاسو باید په منظم ډول د خپلې وینې د شکر کچه وګورئ. پدې سره به ستاسو روژه ماته نه شي.
  • د لمر د پرېوتو پرمهال د روژې د ماتولو سره سم،هغه خواړه او څښاک غوره کړئ چې ستاسو د وینې د شکر کچه په چټکۍ سره نه زياتوي.

که تاسو د خپلې وینې د شکر کمولو لپاره درمل کاروئ، او دا د وړاندیز شوېکچې څخه ښکته وي، نو تاسو باید خپله روژه ماته کړئ.

د ناروې د شکرې ناروغۍ ټولنه Diabetesforbundet (diabetes.no) د روژې پلان جوړولو لپاره ښه مشوره لري. د روژې په پلان جوړولو کې د ښو مشورو لپاره د شکرې ناروغۍ د ټولنې وېبپاڼه (diabetes.no) وګورئ .

د شکر ناروغي، رمضان او کووېډ-19

د شکرې ناروغي یو له هغه ناروغیو څخه ده چې په لویانو کې د کورونا ویروس څخه د جدي ناروغۍ رامینځته کیدو له لوړ خطر سره تړاو لري. دا په ځانګړي توګه تطبيق کیږي که چېرې د شکرې ناروغي په سمه توګه تنظیم نشي، او که چیرې نور د خطر عوامل شتون ولري، لکه:

  • لوړ فشار
  • چاغښت
  • د زړه ناروغي
  • سرطان
  • د سږو مزمنه ناروغي

دا په ځانګړې توګه مهمه ده چې اوس د کووېډ-19 وبا په جریان کې د شکرې ناروغۍ کنترول یقیني کړئ.

د هغو خلکو لپاره د روژې څخه د معاف کیدو وړاندیزونه له همدې امله سږکال په ځانګړي ډول مهم دي کوم چې په مزمنو ناروغيو (لکه د شکرې ناروغي) اخته وي.

  • د شکرې ناروغان د روژې نيولو څخه په کلکه منع کيږي، ځکه چې دا ممکن د کورونا ویروس څخه د جدي ناروغۍ د رامینځته کیدو لوړ خطر ولري.
  • لکه څنګه چې لوړ عمر د کورونا ویروس څخه د جدي ناروغۍ خطر ډیروي، نو داسې انګیرل کیږي چې د شکرې ناروغانو لپاره خطر هم د عمر د لوړېدو سره ډېریږي. د شکرې ناروغان چې عمر یې ۶۵ کاله یا له هغې ډېر وي له همدې امله په ځانګړي ډول د روژې د نيولو څخه منع کیږي.

د روژې په میاشت کې مېندواري یا ماشوم ته شیدې ورکول

که تاسو مېندواره یاست یا ماشوم ته شیدې ورکوئ، تاسو باید روژه ونه نيسئ. تاسو کولای شئ د ماشوم تر زیږیدو پورې روژه وځنډوئ، او کله چې تاسو ماشوم ته شیدې ورکول پای ته ورسوئ. دا د ماشوم لپاره غوره ده که تاسو قوي خواړه وخورئ او په منظم ډول مایعات وڅښئ. څیړنو تراوسه نده ثابته کړې چې د روژې په میاشت کې روژه د جنین لپاره جدي روغتیایي ستونزې رامینځته کوي، که څه هم، موږ کافي شواهد نلرو ترڅو دا ووايو چې دا کار خوندي دی.

که تاسو روژه نيول غوره کړئ، نو تاسو باید ډاډ ترلاسه کړئ چې د لمر د پريوتو او د لمر د راختو ترمينځ قوي خواړه وخورئ او کافي مايعات ترلاسه کړئ. د ورځې په جریان کې د غیر ضروري فزیکي فعالیت څخه ډډه وکړئ. تاسو باید خپله روژه ماته کړئ که تاسو د جنین څخه لږ حرکت محسوس کړئ، یا که تاسو چکر، ستړیوالی، استفراق احساس کړئ. د خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ که تاسو روژه نيول غواړئ. د مېندوارۍ پرمهال د ښو ورځنیو خوړو په اړه نور معلومات دلته ولولئ.

د روژې پرمهال هغه اعراض او علائم چې تاسو باید ورباندې پوه شئ

تاسو ممکن د روژې نیولو پرمهال ناخوښي تجربه کړئ. تاسو باید ځینې اعراض او علائم وپيژنئ چې ممکن د ناروغۍ نښې وي.

  • که چېرې د ستړیا او سرګیچۍ احساس کوئ، نو دا ښائي د ټیټ فشار نښه وي، او تاسو باید د خپل ډاکټر سره وګورئ.
  • که چېرې کانګې او سرګیچي، او په تمرکز کولو کې ستونزه لرئ، دا ښائي ستاسو د بدن د اوبو د کموالي نښه وي دا چې بدن مو پهکافي اندازه مایعات نلري. ډاډ ترلاسه کړئ چې د لمر د پريوتو او د لمر د راختو ترمنځ کافي مایعات وڅښئ.
  • که تاسو د رمضان په جریان کې کافي اوبه ونه څښئ، دا ښائي ستاسو په پښتورګو کې د تیږو د جوړيدو ګواښ لوړ کړي.
  • دا معمولي ده چې د روژې په جريان کې قبض، خرابه هاضمه او د زړه سوزش تجربه کړئ. د دې د مخنيوي لپاره، د لمر د پريوتو او د لمر د راختو ترمنځ غوره او قوي خواړه وخورئ.
  • ډېر کسان د روژې په جريان کې د سر درد او مېګرېن تجربه کوي. د خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ که تاسو په ځلونو یا شدید د سر درد تجربه کوئ.
  • که تاسو غواړئ د روژې په جریان کې ورزش وکړئ، نو سپارښتنه کیږي چې د ورځې تر پای پورې انتظار وکړئ، لږ مخکې لدې چې خواړه وخورئ او مايعات وڅښئ ورزش وکړئ.

دا محتوا وړاندې شوي له اړخه د Helsedirektoratet

:په ورستي ځل تازه شوي 18 وری 1400